دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 118805
د افغانستان اقتصادي وضعیت د رضایت وړ نه دی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون له غرمې وروسته د سوداګرۍ د نړیوال سازمان پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب ته د زمینې جوړولو په هکله بحث وکړ.

د سوداګرۍ د نړیوال سازمان پلاوي وویل، په دې سازمان کې د افغانستان غړیتوب د سوداګريزو اصلاحاتو او د شغلونو د ایجاد په برخه کې مرستندوی واقع کېدلی شي او له هېواد څخه بهر افغانانو ته به په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره کړي.

جمهور رئیس غني وویل، د ازاد او رقابتي بازار لپاره د زمینې جوړولو مهمه موضوع په سالم ډول ده او د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان اکثر خلک په مشروع راکړه ورکړه او سوداګرۍ بوخت دي، خو جرمي اقتصاد اوس هم د ازاد بازار د لارې خنډ دی.

د هېواد جمهور رئیس وویل، د افغانستان د ازاد بازار لپاره چې کوم قوانین او رژیمونه وضع کېږي، باید د هېواد له شرایطو سره مطابقت ولري، ځکه په اوس وخت کې د افغانستان اقتصادي وضعیت د رضایت وړ نه دی.

محمداشرف غني وویل، د افغانستان په سوداګرۍ کې د توازن د رامنځته کولو لپاره د صادراتي رژیمونو رامنځته کول ډېر مهم او حیاتي دي.

جمهور رئیس د دې کتنې په پای کې وویل، د دې سازمان له تجربو څخه ګټه اخیستنه به په هر اړخیز ډول وارزوي، تر څو د غړیتوب له اخیستلو دمخه بشپړ تیاری ولري او په یاد سازمان کې د غړیتوب له ښېګڼو څخه اعظمي ګټه واخلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuvazwt1azv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته