دافغان غږ (آوا) آژآنس د خبر له مخې دغه د ولسې جرګې ادارې پلاوی وایې چې یو شمېر کړۍ په حکومت، ملي امنیت شورا او امنیتي ارګانونو کې د داعش او نورو ترورېستي ډلو څخه ملاتړ کوي
د دې جرګې لومړي مرستیال عبدالظاهرقدیر دا خبرې د نن ورځې په عمومې جلسې کې وکړي
نوموړي وویل، ده په ننګرهار کې له داعش ډلې سره جدي مبارزه کړې خوحکومت سره له دې چې ورنه ملاتړ ونه کړ په مخ کې یې خنډونه هم رامنځ کړي دي
ښاغلي قدیر وویل چې داعش ډله دا مهال د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې په شدت خپلوفعالیتونو ته دوام ورکوي
تراوسه د افغانستان حکومت د ښاغلي قدیر د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ويلي