کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اکلیل حکیمي پرون د لومړې وزیر ښاغلي نواز شریف سره په پلازمېنه اسلام آ‌باد کې وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 قوس 1394 ساعت 10:06


د ماليې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي پرون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لسمې ګډې اقتصادي ناستې په څنډه کې د یاد هیواد د لومړې وزیر ښاغلي نواز شریف سره په پلازمېنه اسلام آ‌باد کې وکتل.
پدغه ناسته کې د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر ښاغلي جانان موسی زي او د جلالتمآب ولسمشر سلاکار هم ګډون درلود، د دواړو هیوادونو د اقتصادي، تجارتي اړیکو، زیربنا، سړکونو او برښنا په اړه بحث او خبرې وشوې.
دواړو غاړو په یادو برخو کې د لازمو همکاریو ترڅنګ د سولې په برخه کې د کوټلې او عملې ګامونو په اخیستلو باندې ټینګار وکړ.


د مطلب کود: 119508

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/119508/اکلیل-حکیمي-پرون-د-لومړې-وزیر-ښاغلي-نواز-شریف-سره-په-پلازمېنه-اسلام-آ-باد-کې-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com