کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناټو۲۱ هېوادونو په افغانستان کې خپل ماموریت د ۲۰۱۶ مېلادي کال لپاره تمدید کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 قوس 1394 ساعت 11:06


دا ماموریت د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت یوه برخه ده.

د جرمني د دفاع وزیرې اورسولاوون درلېن د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جان کېمپبل سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل، دا یو ډېر ښه خبر دی چې موږ په افغانستان کې د امنیتي جوړښت د پیاوړتیا په ماموریت کې خپلې ونډې ته په ۲۰۱۶ میلادي کال کې هم دوام ورکوو.

په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال جان کېمپبل هم د دې ماموریت غځول د افغان حکومت، افغان امنیتي ځواکونو او خلکو لپاره یو ښه پیغام وباله.

په شمال کې افغان ځواکونو ته د روزنې، مشورې او مرستې ماموریت چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت برخه ده په نهو ولایتونو بدخشان، بلخ، فاریاب ، جوزجان، سمنګان، کندز، سرپل او تخار متمرکز دي.

د ناټو په دې ماموریت کې امریکا، جرمني، ترکیه، ډنمارک، هالینډ، ناروي، ګورجستان، هنګري، فنلېڼد او یو شمېر نور هېوادونه برخه لري.


د مطلب کود: 119514

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/119514/د-ناټو۲۱-هېوادونو-په-افغانستان-کې-خپل-ماموریت-۲۰۱۶-مېلادي-کال-لپاره-تمدید-کړ

آوا
  https://www.avapress.com