کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نیمروز ولایت کې د تحریر ګوند د مسئول نیول کېدل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 قوس 1394 ساعت 13:48


د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د تحریر ګوند عمومي مسئول عبدالقیوم د لعل محمد زوی چې له دریو کلونو راهیسې یې په پټه په نیمروز ولایت کې دغه ګوند ته د ځوانانو په جلب او جذب، د نظام او ډیموکراسۍ پر ضد د سخت دریځو آندونو او د هېوادوالو د ګواښلو په موخه د کتابونو، مجلو او شپې پاڼو په چاپولو او خپرولو لاس پورې کاوه دغه ګوند ته له اړوندو ګڼ شمېر تبلیغاتي پاڼو، کتابونو، مجلو او یو کمپیوټر سره نیولی دی.


د مطلب کود: 119578

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/119578/په-نیمروز-ولایت-کې-د-تحریر-ګوند-مسئول-نیول-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com