دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 119872
په کندز کې د طالبانو تر ولکې لاندې ښوونځیو کې افراطیت تدریسېږي
حمدالله دانشي دغه څرګندونې د مېډیوټیک رسنیز دفتر له خوا د دې ولایت د پوهنې د څرنګوالې په هدف جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د رسمي سرچېنو د معلوماتو له مخې د دې ولایت ۶۰سلنه سیمې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې دي او د دې ارقامو له مخې د کندز ډېری ښوونځي د طالبانو د حاکمیت لاندې سیمو کې دی.

دانشي په خپلو خبرو کې وویل، هغه سیمې چې د وسله والو طالبانو تر حاکمیت لاندې دی، هلته په ښوونځیو کې زده کوونکو ته د اوسني حکومت پرضد، د هېواد د ورانولو، تاوتريخوالي او ورانکاره اعمالو زده کړې ورکول کیږي:

"په هغو سیمو کې چې طالبان کنټرول لري هلته زموږ بچيانو ته د ترهګرۍ او وحشت درس ورکول کیږي ځکه هلته ښونځيو ته متعصب ملایان ورځي او زده کوونکو ته د اوسني حکومت پرضد د جهاد بلنه ورکوي او ورته ویل کیږي چې اوسنې نظام کفري نظامي دی او څوک چې په دې نظام کې کار کوي باید ووژل شي."

د کندز سرپرست د نوموړي ولایت د پوهنې په اوسنې وضعیت باندې اندېښنه وښودله او ویې ویل، که ډېر ژر هغه ښوونځي چې د طالبانو د کنټرول لاندې سیمو کې دي ازاد نه شي، ښايي وسله وال طالبان د ښوونځيو زده کوونکي خپلو لیکو ته جلب کړي:

"دا زموږ او د دولت مسوولیت دی چې باید له دې ښوونځيو د دښمن لاس لنډ کړو څو زده کوونکي له جهالته وژغورل شي."

په عین وخت کې د کندز ولایت د پوهنې رییس رستم خان بیا وايي چې د دې ولایت په سطحه ۴۹۷ ښوونځي موجود دي او ټول یې د زده کوونکي پرمخ خلاص دي؛ اما د نوموړي د خبرو پر بنسټ چې یو زیات شمېر ښوونځي په هغو سیمو کې دي چې هلته وسله وال طالبان حاکمیت لري:

“زما غوښتنه د امنيې قوماندان او والي صاحب څخه دا ده چې تصفیوي عملیات پیل کړي او دغه ښوونځي د دولت د کنټرول لاندې راشي، څو زموږ زده کوونکي له تاوترېخوالي او جهالت څخه وژغورل شي او د امن په فضا کې خپلې زده کړې وکړي.”

بل لورته سیمه‌ ییزې سرچیني له کلیو او بانډو څخه خبر ورکوي، چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځيو ته ولاړې شي همدارنګه کورنۍ هم د سیمو اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو سره خپلو لوڼو ته اجاره نه ورکوي چې ښونځيو ته ولاړې شي، له دې معلومېږي چې په کندز کې د پوهنې وضعیت له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.

په همدې حال کې د کندز ولایت د ولایتي شورا غړي مولوي خوش محمد نصرت یار وايي، هغه ښوونځي چې د وسله والو طالبانو په سیمو کې موجود دي، هرومرو طالبان په هغو ښونځیو کې زده کوونکو ته د دولت ضد فعالیت درس ورکوي او د طالبانو حضور په ښونځيو کې د زده کوونکو پر فکر هم منفې اغېز کولاي شي:

"د طالبانو د سیمو تعلیمي نصاب او دولتي نصاب کې ډېر توپير دی، ځکه هلته طالبان وايي چې باید په پنځم ټولګي قًدري زده کوونکو ته تدریس شي چې دا به په راتلونکي کې ډېر ستونزې وزېږوي یو خواته به ځوانان د دیموکراسي غږ پورته کوي او بلې خواته به ځوانان د امارت اسلامي اواز اوچتوي، نو باید دې ستونزې ته ډېر ژره پاملرنه وشي."

بلې خوا ته د کندز د امنیې قوماندان محمد قسیم جنګل باغ بیا وايي چې مرکزي حکومت د دې ولایت د امنیتي وضعیت په اړه ډېره جدي اراده لري او ډېر ژر به په کندز کې د دښمن ځپلو په هدف پراخ تصفیوي عملیات پیل شي:

"مرکزي حکومت ډېر ستر پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي او انءشاالله چې ډېر ژر به په کندز کې د دولت پروګرامونه پیل شي او موږ هڅې کو څو له دې پروګرامونو څخه ښه ګټه پورته کړو او د دې ولایت ټولې سیمې د دښمن له منګلو څخه ازادې کړو."

د کندز ولایت د هېواد په شمال‌ختیځ کې موقعیت لري او د هېواد یو له ډېرو ناامینو ولایتونو څخه شمېرل کیږي همدارنګه د دې ولایت اوسېدونکي د کندز امنیتي وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5n0fxyt0fj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته