دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۰۰
د مطلب کود : 120615
جغرافیایي موقعیت، د ځوانې بشرې قوې ظرفیت، اوبه، کانونه او کرنه زموږ د هېواد لویې پانګې دي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېره ورځ په استانبول ښار کې په خپل استوګنځای کې د افغانستان او ترکیې د پانګونې په هغه غونډه کې چې د هغه هېواد د اقتصاد وزارت او بهرني اقتصاد د اړیکو شورا په نوښت جوړه شوې وه، وینا وکړه.

جمهوررئیس له افغانستان څخه د ترکیې د ملکي او نظامي ملاتړ او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د هغه هېواد د ماموریت د تمدید مننه وکړه او وې ویل، زموږ مناسبت دوستانه، ژور او پراخ دي.

هغه وویل، جغرافیایي موقعیت، د ځوانې بشرې قوې ظرفیت، اوبه، کانونه او کرنه زموږ د هېواد لویې پانګې دي، چې زیاتې پانګونې او پاملرنې ته اړتیا لري.

جمهور رئیس غني وویل، افغانستان یو کرنیز هېواد دی، خو په تېرو کلونو کې د دې سکتور ودې ته پاملرنه نه ده شوې، موږ کوښښ کوو چې دا سکتور پیاوړی کړو.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، د افغانستان د ځینو کانونو ارزښت تخمین شوی، چې اېستلو او پانګونې ته تیار دي.

جمهور رئیس وویل، د افغانستان د نفوس له شپېته سلنه څخه زیات ځوانان تشکیلوي او دا ځوانان کولی شي د خپل هېواد او نورو هغو هېوادونو لپاره چې اړتیا لري د کار قوه برابره کړي.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، زموږ د هېواد زیربنایي وده څو اړخیزه ده او کوښښ کوو، چې همزمان څو زیربنایي برخې پراخه کړو.

محمد اشرف غني په افغانستان کې داخلي او بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیاو رامنځته کولو ته په اشارې وویل، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د مصونې فضا د رامنځته کولو په خاطر د اصلاحاتو د راوړلو په برخه کې هر ډول اقداماتو ته تیار یوو.

هغه وویل، کوښښ کوو، چې افغانستان دوباره د سیمه ییز اتصال په نقطه بدل کړو، ځکه ترانزیت او د خدماتو وړاندې کول د افغانستان لپاره د عاید لویې سرچینې کېدلی شي.

جمهور رئیس وویل، د افغانستان د محصولاتو صادرات ګټور دي، ځکه زموږ یو شمېر ګاونډیانو په افغاني محصولاتو هیڅ تعرفه نه ده وضع کړې او اروپایي هېوادونو لږ تعرفه پرې وضع کړې ده.

جمهور رئیس په افغانستان کې پانګونې ته د ترکي پانګوالو د هڅونې پرمهال وویل، د پانګونې د احتمالي خطرونو د له منځه وړلو لپاره له نړیوال بانک، اسیایي پراختیایي بانک او ټولو نړیوالو بنسټونو سره کار کوو، چې د پانګونې لپاره تضمین رامنځته او په افغانستان کې پانګونه خوندي شي او پانګوال هم په ډاډ خپل فعالیت وکړي.

په دې کتنه کې د ترکیې د اقتصاد وزیر او د هغه هېواد د بهرني اقتصاد اړیکو د شورا رئیس هم خبرې وکړې او وې ویل، افغانستان عظیمې سرچینې لري او موږ غواړو، چې له اقتصادي پلوه دغه سرچینې پیاوړې او پراخه کړو.

هغوی ترکیې ته د جمهور رئیس سفر د دواړو هېوادونو تر منخ د اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم وباله او وې ویل، موږ غواړو د دواړو هېوادونو د خصوصي شرکتونو تر منځ اړیکې پیاوړې شي او زیاته یې کړه، چې د انرژي، کانونو او په ټولو برخو کې پانګونې ته تیار یوو.

هغوی څرګنده کړه، چې افغانستان د عظیمو طبیعي سرچینو او ځوان نفوس په لرلو سره د پانګونې لپاره ښه ظرفیتونه لري او ترکیه تیاره ده، چې د امنیت، د بشري ظرفیتونو د ودې او لوړولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

جمهور رئیس غني نن سهار له استانبول څخه د ترکیې پلازمېنې انقرې ته لاړاو په پام کې ده، چې نن د ترکیې له جمهور رئیس رجب طیب اردغان او لومړي وزیر احمد داوود اغلو سره کتنې ولري او د دواړو جمهور رئیسانو په حضور کې به د افغانستان او ترکیې استازې د همکارۍ درې موافقتنامې هم لاسلیک کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6wn6m49nui1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته