کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه سویس ته لاړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جدی 1394 ساعت 10:49


 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه د سویس هېواد داووس ښار ته لاړ.

جمهور رئیس غني به په دې دوه ورځني سفر کې د نړیوال اقتصاد په دوه بېلابېلو غونډو کې پر ګډون او وینا سربېره د یادې غونډې له رئیس، د ناټو سازمان له مشر، د یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو له مشرانو او د نړۍ د لویو اقتصادي شرکتونو له رئیسانو سره کتنې ولري.

جمهور رئیس به د دې غونډې په څنډه کې د افغانستان، پاکستان او امریکا په درې اړخیزه غونډه او همدارنګه د افغانستان د راتلونکي او د نړیوال ثبات او امنیت په هکله جوړېدونکو غونډو کې هم ګډون وکړي.

جمهور رئیس سره په دې سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي هم ملتیا کوي.


د مطلب کود: 121721

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/121721/جمهور-رئیس-غني-په-نړیواله-اقتصادي-غونډه-کې-د-ګډون-موخه-سویس-ته-لاړ

آوا
  https://www.avapress.com