کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسله والو په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون حمله کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 30 جدی 1394 ساعت 11:58


وسله والو د خېبر پښتونخوا په چارسده ښارګوټي کې پر باچا خان پوهنتون وسله وال بريد کړى او په پوهنتون کې دا مهال د امنيتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته روانه ده.

سيمه ييزې رسنۍ وايي چې ترهګر نن سهار وختي د شا له خوا پر باچا خان پوهنتون بريد کړى.

د باچا خان پوهنتون د پښتو څانګې مشر زبير حسرت له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې څه موده مخکې ورته پر پوهنتون د بريد په اړه ګواښ شوى وو خو بيا وروسته حالات بېرته نارمل شوي وو.

نوموړي همدا راز وويل چې نن په يادې پوهنتون کې د باچا خان بابا د تلين په مناسبت يو پروګرام جوړ شوى و چې سلګونو خلکو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

ويل کېږي چې د بريد پر مهال په باچا خان پوهنتون کې سلګونه زده کوونکي موجود دي. تر دې دمه لا په دغه بريد کې د مرګ ژوبلې په اړه څۀ نه دي ويل شوي.

د پاکستان امنيتي ځواکونو د بريد ځاى ته رسېدلي دي او له ترهګرو سره يې نښته روانه ده.

تر اوسه دا کومې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دى منلى.


د مطلب کود: 121728

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/121728/وسله-والو-په-چارسده-کې-پر-باچا-خان-پوهنتون-حمله-کړې

آوا
  https://www.avapress.com