کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان چارواکو او ګڼو رسنیو د طلوع شبکې پرکارکوونکو حمله وغندله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 دلو 1394 ساعت 10:54



د طلوع تلویزیون د اووکارکوونکو یوځایي وژنه په افغانستان کې پریوې رسنۍ تر ټولو سخت برید دی. تېرماښام دا کسان په یوه ځان وژونکي برید کې ووژل شول.

دافغان غږ (آوا) آژآنس د خبر له مخې ، د طلوع تلویزیون اوموبي په نوم ګروپ نژدې دیرش خبریالان او کارکوونکي له خپلوکارونو دستنیدو په حال کې وو چې د دوی پر موټر د روسیې سفارت ته څيرمه چاودنه وشوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د سفارت کارکوونکو ته یې زیان نه دی اوښتی.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي د پېښې په ځای کې رسنیو ته وویل: یو کاسټر موټر د ډوبلې دبرخې روان وو چې یو سراچه کورولا موټر راځي او د تګ پرمهال په عمومي لاره کې پرکاسټرموټر، موټر بم حمله کوي.په دې چاودنه کې د دوو ښځو په ګډون اووه تنه شهیدان کیږي او پنځه ویشت تنه ټپیان دي.

دطلوع تلویزیون په وینا د ډوبلې د برخې یوه نجلۍ، د ګرافیک د برخې یوه نجلۍ، د ویډیو یو اډیټر، یو فلم اخیستونکی او یو موټروان وژل شوي دي.

تراوسه د دوو نورو وژل شوېو په اړه څه نه دي ویل شوي. په دې پېښه کې پنځه ویشت تنه ټپیان هم دي چې شل یې د طلوع تلویزیوني شبکې غړي دي.

د یوشمېر ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی. تردې برید وروسته یو شمېر رسنیو وویل چې ډير ژر به د طالبانو د خبرونو د خپریدو په اړه پریکړه وکړي.

طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی دی.

ولسمشراشرف غني چې د سویس په سفر دی او هلته یې په نړیوالې اقتصادي غونډې کې برخه اخیستې ده په یوه پیغام کې وویل، هغه کسان چې د افغانستان خلک وژني له هغوی سره به هیڅ راز خبرې ونه شي.

اجرایي رییس عبدالله عبدالله چې تېرما ښام یې په ایمرجنسي روغتون کې د ټپیانو حال واخیست په یوه بیان کې وویل چې د هېواد د رسنیو پر غړو چې په سختو شرایطو کې په ریښتونولۍ خلک له پيښو خبروي، برید کول په حقیقت کې د طالبانو او ترورستانو اصلي څیره په ډاګه کوي چې په هیڅ دیني او مدني ارزښت باور نه لري


د مطلب کود: 121773

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/121773/افغان-چارواکو-او-ګڼو-رسنیو-د-طلوع-شبکې-پرکارکوونکو-حمله-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com