کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکومت دې د انتخاباتو د غوراوي کمېټې برخلیک معلوم کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 دلو 1394 ساعت 17:39


مدني فعالان وايي، حکومت باید له ځنډ پرته د انتخاباتو د غوراوي کمېټې برخلیک معلوم کړي.

دافغان غږ(آو) آژانس دخبرله مخی، یو شمېر مدني فعالانو د پنجشنبې په ورځ کابل کې د خبري کنفراس له لارې له ولسمشره وغوښتل چې د تقنیني فرمان په ورکولو د انتخاباتو د غواروي کمېټې کار ته مشروعیت ورکړي.

دوي همداراز د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې اختلافات د اندیښنې وړ وبلل.

افغان حکومت بیا ډاډ ورکوي چې ډیر ژر به د غواروي کمېټه له قانوني لارو خپل کار پیل کړي.

که څه هم له ولس سره د افغانستان په انتخاباتي نظام کې اصلاحات د ولسمشر او اجراییه رییس لومړنۍ وعدې وې خو یو شمېر مدني فعالان ادعا کوي چې حکومت په دې اړه بې غوره دی.

مدني فعالانو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې دا مهال د انتخاباتي اصلاحاتو پروسه په ټپه دریدلې او دغې چارې دوي سخت اندیښمن کړي دي.

د افغانستان لپاره د مشارکتي ډیمکراسۍ بنسټ مشراسدالله محسني د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ اختلافات د ټولو مشکلاتو زیږنده بولي.

که څه هم وړاندې ولسمشراشرف غني د انتخاباتي اصلاحاتو او د انتخاباتو د قانون په اړه تقنیني فرمان ورکړی و، خو دغه فرمان د ملي شورا له لوري رد او ملي شورا د غوراوي کمېټه غیرې قانوني وبلله.

د غوراوي کمېټې هم د ملي شورا له لوري د رد شوي فرمان پر اساس خپلې چارې ودرولې او دا یې وویل چې ولسمشر باید د دوي د کار د دوام لپاره بیا ځلي تقنیني فرمان ورکړي.

په ورته وخت کې مدني فعال عباس فراسو وايي، دا چې ملي شورا په ژمنیو رخصتیو کې ده ولسمشر باید له دغې موقعې په استفادې د انتخاباتي اصلاحاتو په هدف بیا د غوراوي کمېټې د مشروعیت لپاره تقنیني فرمان ورکړي.

که څه هم د ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي خو اجراییه ریاست وايي، د غوراوي کمېټه به ډیر ژر له قانوني لارو خپل کار پیل کړي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې حکومت انتخاباتي اصلاحاتو ته متعهد دی او په دې برخه کې هرڅه د پلان مطابق سم پر مخ ځي.

افغان حکومت په داسې حال کې په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو خبره کوي چې پر انتخاباتو د څار بنسټونه وايي چې انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو د راوړلو وخت لږ دی او له همدې کبله باید د غوراوي کمېټه ژر تر ژره خپل کار پیل کړي.

د انتخاباتو د مستقل کمېسیون د اعلان له مخې به د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شورا ګانو انتخابات د دیارلس سوه پنځه نویم کال د میزان د میاشتې په څلورویشتمه نېټه ترسره شي خو مدني فعالان بیا په انتخاباتي کمېسیونو کې د پراخو اصلاحاتو غوښتنه کوي.


د مطلب کود: 122313

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/122313/حکومت-دې-د-انتخاباتو-غوراوي-کمېټې-برخلیک-معلوم-کړي

آوا
  https://www.avapress.com