کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جنرال دوستم:د ملي وحدت له حکومت سره مې پریکون نه دی کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 دلو 1394 ساعت 17:41


دافغا غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وایي، هغه اوازې ناسمي دي چې ګڼې ده د ملي وحدت له حکومت سره مقاطعه کړې ده.

ښاغلي دوستم نن د ځوانانو یوې غونډې ته د وینا پرمهال که څه هم وویل چې ځيني انتقادونه لري، خو له حکومته د لېرې کیدو راپورونه یې رد کړه.

جنرال دوستم زیاته کړه:

"ځيني خلک وایي چې جنرال دوستم له حکومته ګوښه شوی او یا یې فاصله نیولې. زه به څنګه ګوښه شم او څنګه به لېرې ولاړ شم. دولت زموږ دی، موږ یې زحمت ګاللی او مایې په جوړولو کې اساسي رول لوبولی دی."

له دې مخکې د ځینو رسنیو راپور ورکړ چې عبدالرشید دوستم د ملي وحدت حکومت له مشرانو خوابدی دی او ان د نوموړي له خوا د حکومت د تحریمولو راپورونه هم خپاره شول.


د مطلب کود: 122314

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/122314/جنرال-دوستم-د-ملي-وحدت-له-حکومت-سره-مې-پریکون-نه-دی-کړی

آوا
  https://www.avapress.com