دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 122493
سوداګرو او مالیه ورکوونکو ته د پوهاوي پروګرام پیل شو
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت د روان کال د سلواغې په ۲۰ مه سوداګرو او مالیه ورکوونکو ته د پوهاوي پروګرام پیل کړ. د پرانیستې په ناسته کې چې د عوایدو او ګمرکونو په معینیت کې جوړه شوې وه، د ګمرکونو عمومي رئیس ښاغلي عبدالرحمان سعید وویل چې ددې پروګرام موخه داده چې مالیه ورکوونکو او مالیه اخیستونکو ترمنځ د ښه تفاهم فضاء نوره هم زیاته شي. دواړه لورې په اسانۍ سره وکولی شي چې هغه ستونزې چې د عوایدو د ضایع کیدو لامل ګرځي، معلومې کړې او په ګډه ورته د حل لارې چارې پیدا کړي. همدا راز ددې پروګرام له لارې به مالیه ورکوونکي وکولی شي چې د ګمرکي قوانینو، لایحو، مقررو او پروسیجرونو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د خصوصي سکتور د اړونده ادارو په استازیتوب د سوداګریزونو خونو مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي خبرې وکړې او د مالیې وزارت څخه یې مننه وکړه چې په داسې پروګرامونو سره ددې زمینه برابروي چې موږ خپلې ستونزې تر چارواکو ورسوو.
الکوزي وویل چې سوداګر چمتو دي چې خپلې مالیې په خپل وخت ورکړي، خو دولت هم باید هغه اسانتیاوې چې د مالیه ورکوونکو حق دی، ورته برابرې کړي.
د یادونې وړه ده چې د عامه پوهاوي پروګرام د پرانیستې په دغه ناست کې د ګمرکونو، عوایدو عمومي رئیسانو، د لویو، منځنیو او کوچنیو مالیه ورکوونکو او د نورو برخو رئیسانو، د سوداګرۍ وزارت، آیسا، سوداګریزو خونو، ترانسپورټي شرکتونو، د کمیشنکارانو او بانکي اتحادیو استازو ګډون کړی وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcgyx9qwak9xt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته