کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محمد هارون چخانسوري د جمهوري ریاست د تشریفاتو د رئیس په توګه وټاکل شو

د صدای افغان خبری اژانس (آوا) , 24 دلو 1394 ساعت 19:41


د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د حکم په اساس محمد هارون چخانسوري پر فعلي دندو سربېره د جمهوري ریاست د چارو ادارې د تشریفاتو د رئیس په توګه وټاکل شو او دنده یې پیل کړه.

ښاغلي چخانسوري تر دې وړاندې په نړیوال بانک کې دنده ترسره کړې. په دولتي او غیر دولتي ادارو کې یې د پالیسي جوړولو او د برنامو د مدیریت په برخو کې له ۱۲ کالو څخه زیات کار کړی دی.

ښاغلي چخانسوري خپلې لوړې زده کړې د ماسټرۍ تر کچې د عامه ادارې او پالیسۍ په برخه کې د استرالیا په سیدني پوهنتون کې ترسره کړې دي.

نوموړی د برنامو د همغږۍ، پالیسي جوړولو، عامه مدیریت او د پروژو د مدیریت په برخه کې څو تالیفات او ژباړې لري.


د مطلب کود: 122657

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/122657/محمد-هارون-چخانسوري-د-جمهوري-ریاست-تشریفاتو-رئیس-په-توګه-وټاکل-شو

آوا
  https://www.avapress.com