د افغانستان د سکي فډراسيون ریيس افضل نوري ازادي راډيو ته وويل چې د سکي نړېوالې مسابقې په ٢٠١٧میلادي کال په کوريا کې کېږي چې دوه کسان به له باميانو ولايت نه په کې ګډون کوي.
د ښاغلي نوري په خبره، په دې ولايت کې دا وخت ١۴ نارينه اونهه تنه ښځينه ورزشکاران په مسلکي ډول سکي کوي او ٢٠٠ نور کسان په ابتدايي ډول په دې سپورټ بوخت دي.
د باميان والي ظاهر زهير ويلي، ولايتي اداره هڅه کوي چې په دې ولايت کې ژمني سپورټ په ځانګړې توګه سکي وده وکړي.