دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۲۳
د مطلب کود : 123295
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د جنوبي اسیا د ورزشي سیالیو د دولسمې دورې ښځينه مډال ګټونکو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه؛د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود. په پیل کې د افغانستان د ملي المپیک کمېټې مرستیالې روبینا جلالي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ښځينه ورزشکارانو ستونزې او وړاندیزونه یې مطرح کړل.

وروسته جمهور رئیس غني د خپلو خبرو پرمهال وویل، ویاړم چې د هېواد مېرمنو د جنوبي اسیا په ورزشي سیالیو کې د افغانستان نوم، بیرغ او عزت لوړ کړ.

جمهور رئیس وویل، له خپلو شخصي پیسو څخه به درې سوه زره افغانۍ له ښځینه ورزشکارانو سره مرسته وکړي او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به اړوندې ادارې اجرات وکړي.

د هېواد جمهور رئیس د ورزشکارو مېرمنو له کورنیو څخه مننه وکړه، چې د اسلامي او ملي فرهنګ له مخې هغوی هڅوي او هیله یې څرګنده کړه چې په نورو سیالیو کې هم وځلېږي او زیاتې بریاوې یې نصیب شي.

د دې کتنې په پای کې جمهور رئیس غني د جنوبي اسیا په لوبو کې د سرو زرو مډال ګټونکې سمیه غلامي او درې تنه نورو مډال ګټونکو مېرمنو ته ستاینلیکونه ورکړل.#
https://avapress.com/vdchwxnzm23niid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته