دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۲۱:۱۱
د مطلب کود : 123298
په ټول هېواد کې دې د پولیسو ستونزو ته رسیدګي وشي
افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د پولیسو او خلکو ترمنځ په جوړه شوې مشورتي غونډه کې برخه واخیسته.

هغه دې غونډې ته په خپله وینا کې د پولیسو او خلکو ترمنځ په همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ټولې ادارې باید له پولیسو سره همکارې شي.

اجرایوي رئیس زیاته کړه، چې د خلکو له همکارۍ پرته پولیس په خپله دنده کې بریالي کېدای نشي.

د نوموړي په وینا، چې د ملي يووالي حکومت به له ټول توان څخه په ګټنې به هڅه وکړي، چې له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ په صورت کې هغوى پياوړي شي او له سياست څخه يې لرې وساتي، څو امنیتي ځواکونه او ادارې د ملي یووالي تمثیلوونکي او د هېواد ساتونکې و اوسي.

اجرایوي رئيس وویل، پولیس باید په ټولنه کې داسې وي، چې خلک یې په لیدو سره د هوساینې او ډاډ احساس وکړي.

هغه زیاته کړه، چې د امنيت ټينګښت يواځې يوه پوځي او تخنيکي خبره نه ده، بلکې د خلکو او امنيتي ځواکونو تر منځ نيغ تړاو لري او که خلک په امنيتي ځواکونو باور وکړي، امنيت ټينګېدى شي.

نوموړي وویل: په کومو سيمو کې چې امنيتي مسوولين، په رښتينولۍ، ايماندارۍ، اخلاص او له توکميز چلند پرته خپلې دندې پرمخ وړي او خلک په ازاد ډول تګ راتګ کولى شي، خپل نظرونه له امنيتي ځواکونو سره شريکوي، هلته امنيتي وضعيت سم او چېرته چې دا ډول نه وي، هلته امنيتي وضعيت نور هم خراب دى.

د هېواد اجرايوي رئیس د خلکو او پوليسو ترمنځ د مشورو ورکولو کنفرانس مهم وباله او له ګډونوالو څخه يې غوښتنه وکړه چې دا وخت په تشريفاتي ډول تېر نه کړي، د ستونزو او مسايلو په پېژندلو سره په ملي توګه چلند وکړي څو مطلوبې پايلې ته ورسېږي او له دې سره پر امنيتي ځواکونو د خلکو باور او ډاډ رامنځ ته شي.

اجرایوي رئیس غوښتنه وکړه که بېلابېلو برخو کې نيمګړتيا ويني، هغه دې خپله وګڼي او د سمون لپاره دې پاملرنه وکړي؛ خو له لومړۍ ورځې دې بنسټ په باور جوړ کړي ، روښانه او څرګندې مشورې دي ورکړي.

نوموړي وویل، د پوليسو قوماندانان او د کورنيو چارو وزير دې په پرله پسې توګه د شهيدانو او ټپيانو له کورنيو څخه پوښتنه وکړي او د هر پوليس غوښتنې او ستونزې ته دې پاملرنه وشي.

ډاکټر عبدالله عبدالله امنيتي مسوولينو ته په خطاب کې وويل: بايد دنده يو شخصي امتياز و نه ګڼئ ، بلکې هغه د خلکو او الله تعالى په وړاندې يو ايماني او وجداني مسووليت احساس کړئ.

نوموړي زیاته کړه، چې د امنیتي مسوولانو ترمنځ د هېواد په کچه همغږي او مسوولیت پذیري له امنیتي ځواکونو نه د ملاتړ په برخه کې ډېر مهم او اغېزمن دي.

هغه وویل، امنیتي ځواکونه مکلف دي، چې د پولسو ستونزو په ځانګړي ډول هغوی، چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، جدي او عملي پاملرنه وکړي.

اجرایوي رئیس زیاته کړه: د ملي یووالي حکومت رهبري هم پولیسو، د کورنیو چارو وزارت او افغانانو ته ډاډ ورکوي، هر هغه څه چې له دوی نه د ملاتړ لپاره په وس کې لري، مخ نه ګرځوي.

هغه، نظم، دسپلین، د قانون مراعتول، خلکو ته الګو کېدل، خلکو او امنیتي ځواکونو ته رسېدلی د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ اصلي دندې وبللې، چې باید عملي شي.

ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې کورنیو چارو وزارت رهبري باید د هېواد په سراسر کې د پولیسو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

د هغه په وینا، پولیس سخته دنده پر غاړه لري، نه یوازې دا چې د ښارونو امنیت ساتي، بلکې د د جګړۍ په لومړۍ کرښه کې هم مصروف دي.

نوموړي همداراز وويل چې د امنيتي ځواکونو له کميت او کيفيت څخه راپورونه خپرېږي چې يو واقعيت دى؛ خو حکومت نه شي کولى چې يو ځل ١٠ زره نوي امنيتي ځواکونه د هېواد امنيتي چوکاټ کې ځاى پرځاى شي؛ خو هغه وويل چې دا تشه د خلکو په همکارۍ ډکېداى شي.

هغه زياته کړه چې د خيالي سرتېرو او خيالي بنستونو شتون بايد له ١٥ کلونو څخه وروسته په يوه افسانه بدل شي، بايد واقعيت و نه لري او د پاى ټکى ورته کېښودل شي.

نوموړي د خپلو خبرو بله برخه کې له وسايطو او تجهيزاتو څخه د امنيتي ځواکونو ناوړې استفادې ته د اشارې ترڅنګ زياته کړه:" په امنيتي ځواکونو کې د وسايطو او تجهيزاتو زياتوالي يوه ستونزه زېږولې ده او په لږ بې باکۍ له منځه ځي."

په دې غونډه کې د پولیسو قوماندانانو، عالمانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو یوشمېر غړو برخه اخیستې وه.
https://avapress.com/vdcaoen6a49nuu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته