د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا د جمعی په ورځ د حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو د پيل لپاره د هڅو هرکلی وکړ او غوښتنه یې وکړه چې په دې مذاکرو کې ټولو مخالفو ډلو ته ونډه ورکړل شي.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، دې شورا همداراز د افغان حکومت پر مخالفو وسله والو ډلو غږ وکړ چې که امنیت غواړي پر ملکي وګړو او تأسیساتو باید له حملو لاس واخلي.
د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا پر حکومت او مخالفو ډلو غږ وکړ چې مخامخ خبرې وکړي او د مذاکرو او ډېپلوماسۍ له لارې د روانې جګړې حل پيدا کړي.
د دې شورا په اعلامیه کې چې له ولسمشر غني سره د دیني علماوو په غونډه کې ولوستل شوه، د حکومت او طالبانو د سولې په اړه د څلور اړخیزو غونډو هرکلی وشو او پر افغانانو یې غږ وکړ چې د خپل حکومت او ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
د دې شورا په اعلامیه کې چې مولوي ذبیح الله ولوسته ویل شوي چې خبرې او دېپلوماسي د افغانستان د بحران یوازینی حل دی.
مولوي ذبیح الله وویل:
"جګړه د حل لاره نه ده. یو وار بیا په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتنه کوو چې د مستقیمو مذاکرو له لارې ستونزې حل کړي، جګړه د حل لاره نه ده او که هر څومره دوام وکړي، بیا هم باید د مذاکرو په مرسته نتیجه ترلاسه شي. زموږ شورا د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان د سولې د عالي شورا د نوې رهبرۍ د انتخاب او د څلور اړخیزو غونډو د ترسره کولو لپاره د حکومت د هڅو ستاینه کوي."
د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا همداراز د حکومت پر وسله والو مخالفو ډلو غږ وکړ چې ټول، خبرو ته حاضر شي او د سولې په خبرو کې یې د ټولو مخالفو ډلو موجودیت مهم وباله.
مولوي ذبیح الله زیاته کړه:
"د علماوو سرتاسري شورا غواړي چې ټول مخالفین په دې مذاکرو کې ګډون ته وبلل شي څو داسې ونه شي چې یوه ډله په خبرو کې وي او بله ډله د کنړ، ننګرهار، بلخ او کابل په ځيني سیمو کې د وروستیو حملو په څير خونړۍ پيښې جاري وساتي. د شورا په باور د امریکا متحده ایالات چې د حکومت او طالبانو د مذاکرو لپاره په هڅو کې مهم رول لري، باید خپل مسئولیت صادقانه ادا کړي."
په دې غونډه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې لپاره پر خپل تعهد ټینګار وکړ او ویې ویل چې وسله والې حملې او چاودنې دا تعهد نه شي کمزوری کولای.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي:
"زموږ نیت پاک او څرګند دی ځکه د خلکو د غوښتنې پر اساس دی او خلک سوله غواړي. د سولې لپاره زموږ اراده ټينګه ده ځکه حتی په هغه ګړۍ چې په فتنه کې شاملو خلکو زموږ اولادونه ووژل، موږ د سولې په خبرو ټينګار وکړ."
ښاغلي غني څرګنده کړه چې د ښه حالت لپاره دعا کوي خو د ولسمشر په توګه د بد حالت لپاره تیاری خپل مسئولیت ګڼي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا په وینا، ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ورځو کې د حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو په اړه پنځمه څلور اړخیزه غونډه، په اسلام اباد کې وشي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاډ څرګند کړی چې د طالبانو معتبر استازي به له حکومت سره مذاکرو ته حاضر شي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)