دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۳۷
د مطلب کود : 123791
د کابل شل کلن لیدلوری دې رامنځته شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشرمحمد اشرف غني د کابل ولایت له مسوولینو، په ملي شورا او ولایتي شورا کې د کابل استازو او بېلابېلو اقشارو سره د کتنو په لړ کې  د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

 په دې غونډه کې چې د کابینې یو شمېر غړیو هم حضور درلود. په پیل کې د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل او د کابل د ولایتي شورا غړي قاري پادشاه خان د حکومت د برنامو د ملاتړ په ترڅ کې د سیمه ییزې ادارې او ولسوالیو تر منځ د همغږي د زیاتوالي او همدارنګه د کابل د لیرې سیمو د اوسېدونکو د ژوند د ښه والي په هکله خبرې وکړې.

 د کابل ولایت د بېلابېلو ولسوالیو (بګرامي، ده سبز، پغمان، چهار اسیاب، فرزه، استالف، کلکان، قره باغ، شکردره، میربچه کوټ، ګلدره، سروبی، خاکجبار او موسهي) استازو د ولسمشرد دې اقدام قدرداني وکړه او د امنیتي، روغتایي، زده کړې، د کرنیز سکتور د ودې او د کرنیز انسټیټیوټ د جوړولو، د برېښنا، د مېوو د سړو خونو، بندونواو سرکونو د جوړولو او د ښځو د شوراګانو د پیاوړتیا په برخو کې خپلې سیمه ییزې ستونزې او اړتیاوې یادې کړې.

 د هېواد ولسمشرد ګډون کوونکو د ستونزو او غوښتنو له اورېدلو وروسته له هغوی څخه مننه وکړه چې د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه یې مطرح کړل. هغه زیاته کړه، موږ د خلکو ستونزې اورو او حکومت د خلکو د خدمت وسیله ده.

 ولسمشرغني وویل، د کابل په ستونزو به بحث ادامه ولري او مناسبې حل لارې به ورته وموندل شي. هغه زیاته کړه، د کابل ښار او ولسوالیو د خلکو د ستونزو د تشخیص په برخه کې باید ټول اقشار ونډه واخلي.

 د هېواد ولسمشروویل، د دولت او خلکو تر منځ د همکاري فضا باید زیاته پیاوړې شي، تر څو د کابل شل کلن لیدلوری رامنځته شي.

 ولسمشرغني وویل، د هرې ولسوالۍ پلانونه او اړتیاوې به جلا وڅېړل شي تر څو د ټولو ولسوالیو تر منځ توازن په پام کې ونیول شي او ټولنیز عدالت رعایت شي.

 د هېواد ولسمشروویل، د ملي پیوستون پروګرام د ښار، ناحیې، کلیو او د هېواد د ټولو ولسوالیو په کچه پیاوړی کېږي.

 ولسمشرغني وویل، خلک باید له دولت سره په همغږي کوښښ وکړي چې په بېلابېلو برخو کې د حکومت برنامې پیاوړې شي.

 ولسمشرغني د کرنیزو توکو د صادراتو په هکله وویل، له خصوصي سکتور سره په همغږي به هره ورځ ۶۰۰ ټنه مېوه د هېواد له هوایي ډګرونو څخه د سیمې هېوادونو ته صادره شي. هغه زیاته کړه، په باریک اب ساحه کې لومړنی کرنیز صنعتي پارک هم جوړېږي.

 د هېواد ولسمشروویل، د مېوو په موسم کې ښایي تعرفه بدلون ومومي تر څو په بهرنیو وارداتو زیاته مالیه وضع شي او تینګار یې وکړ چې ټول ښاریان باید له داخلي تولیداتو څخه ګټه واخلي.

 محمد اشرف غني څرګنده کړه، ۲۹بندونه تر کار لاندې دي او په اړه به یې زیات تخنیکي مطالعات وشي. هغه زیاته کړه د هرات سلما بند تازه د برېښنا تولید پیل کړی او ژر به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

 ولسمشرد هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلو ځلو او سرښندنو قدرداني وکړه او د امنیت په تامین کې یې  د خلکو رول مهم وباله دی او د خلکو له مشارکت پرته امنیت نه تامینېږي.

 ولسمشرغني وویل، د معارف په برخه کې زیاته پاملرنه کېږي او چا چې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو د تخصیص په برخه کې فساد کړی ، نوملړ به یې خپور شي.

https://avapress.com/vdci3pazzt1ary2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته