دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 123807
روسیې له افغانستان سره د امنیتی مرستو ددوام اعلان وکړ
 په کابل کې د روسیې سفیر وایی، هیواد یې د نورو برخو ترڅنګ له افغان امنیتی ځواکونو سره هم خپلو مرستو ته دوام ورکوی.

د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکی دغه څرګندونې د اجرائیه ریاست له لومړی مرستیال محمد خان سره په لیدنه کې وکړې.

د افغانستان د اجراییه ریاست د لومړی مرستیال مطبوعاتی دفتر رسنیو ته ویلی په یاده کتنه کې په کابل کې د روسیې سفیر له افغان حکومت سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې روسیه به په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه له افغان پوځ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی.

هغه زیاته کړه، روسیه به له افغانستان سره په اقتصادی او سوداګریزو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړی.

د ده په خبره، روسیه ارام او باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه بولی او په دغه لاره کې به هېڅ ډول مرستې و نه سپموی.

د روسیې سفیر د افغان سولې له بهیر څخه د خپل هېواد د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ او له ښکېلو غاړو څخه یې وغوښتل، چې په یاد بهیر کې په ګډون سره یوې سراسری سولې ته زمینه برابره کړی.

په دې کتنه کې محمدخان د سولې په برخه کې د ایران، هند، چین، امریکا ترڅنګ د روسیې ګډون او ملاتړ اړین وباله او له ټولو یادو او د سیمې هیوادونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې په افغان سوله کې رغنده رول ولوبوی.

https://avapress.com/vdcgzw9quak9x74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته