دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۳۲
د مطلب کود : 124284
روزګان : دفوټبال سیالۍ پیل سوي
دفوټبال دغه سیالۍ د شهید جان محمد خان محمدې په ورزشي لوبغالي کې د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ او ولسوالیو څخه راغلي دفوټبال د ۲۵ ټیمونو ترمنځ پیل سوي او یوه میاشت به دوام ولري .
د روزګان ولایت د بدنې روزنې امر قدرت الله الفت دیادو سیالیو د پرانیستي پرمهال وویل چې د فوټبال دغه سیالۍ ددي ولایت دملي تجار حاجي احمدشا صاحب زاده په مالي لګښت په لاره اچول سوي او .
پدي سیالیو کې به ټول ۲۵ ټیمونه یودبل سره ولوبيږي الفت وویل چې ددې سیالیو په پای کې هغه لوبډله چې بریا خپله کړي ددي ولایت منتخبه لوبډله اعلانیږي او په مرکز کابل او نورو ولایتونو کې به د روزګان په استازیتوب لوبي کوي.
د روزګان ولایت د فوټبال د فدراسون مشر کریم الله ظفرې د روزګاني تجارانو څخه وغوښتل چې ددې ولایت د ورزشکارانو سره مرستي وکړي ترڅو وکولاي سې دنورو ولایتونو څخه بریاوي دغه ولایت ته راوړي ظفرې دفوټبال دلوبغاړو څخه وغوښتل چې پدغه سیالۍ کې دیو بل پروړاندي دوستانه لوبې ترسره کړي .
سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdcg7t9qtak9xx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته