دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 124419
پاکستان به د نړۍ له نقشې پاک شي
اسفندیار ولي خان وايي، چې د ډیورنډ کرښې د رسمیت په اړه د پاکستان خوبونه یو لیونتوب او له حقیقته لرې دي.
اسنفدیار زیاته کړې، ډیر احتمال دی چې پاکستان د نړۍ له نقشې پاک شي.
د عوامل نشل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د پاکستان یوې اردو ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان حالاتو پر پاکستان مستقیم اغېز کړی اسفندیار ولي خان وايي، چې د افغانستان او پاکستان یو پر بل بې باوري او په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان نه همکاري به ددې لامل شي چې پاکستان د نړۍ له نقشي پاک کړي
اسفندیار زیاته کړې، چې په سیمه کې په ځینو بینادي مسایلو باندې د روسیې، امریکا او چین ترمنځ زیاتیدونکی کړکیچ به د نړیوالو قوتونو د ټکر لامل شي او په سیمه کې به ترهګري دوام پیدا کړي
هغه وايي، په دې کار سره د افغانستان د ویش احتمال او د پاکستان د له منځه تلو ویره پیدا کیږي.
سرچينه : سپوِِزمی رادیو
https://avapress.com/vdcgqt9qyak9xt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته