نیویارک ټایمز وايي حکومت یو نیم کال وړاندې عطا محمد نور له ۳۳ نورو والیانو سره ګوښه کړی و، خو ده خپلې دندې ته دوام ورکړ.
د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور وايي حکومت یې په زور له دندې نشي لرې کولی. هغه له نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې سره په مرکه ویلي، مخکې له دې چې استعفا ورکوي، حکومت دې له سره د بلخ د والي په توګه وګوماري. عطا نور وايي که دی استعفا کوي، نو له وړاندې باید دا معلومه شي، چې په بلخ کې څوک ټاکل کیږي. نیویارک ټایمز وايي حکومت یو نیم کال وړاندې عطا محمد نور له ۳۳ نورو والیانو سره ګوښه کړی و، خو ده خپلې دندې ته دوام ورکړ.