دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 124799
د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې وځنډېدې
کابل ته د حزب اسلامي د راغلي پلاوي مشر وايي ، له افغان حکومت سره پریکړې ته رسیدلي څو له درېیم پړاو خبرو مخکي یو لړ مقدماتي خبرې ترسره شي او د دغو مقدماتي خبرو په ترڅ کې تر دې دمه ډیری د نظر اختلافات له منځه تللي.
کابل ته د حزب اسلامي د راغلي پلاوي مشر وايي ، له افغان حکومت سره پریکړې ته رسیدلي څو له درېیم پړاو خبرو مخکي یو لړ مقدماتي خبرې ترسره شي او د دغو مقدماتي خبرو په ترڅ کې  تر دې دمه ډیری د نظر اختلافات له منځه تللي.
امین کریم وايي، دواړو خواوو ته یو سند ورکړل شوی چې متفقه نظر پکې ډیر لیدل کیږي.

تمه وه د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د استازو او افغان حکومت ترمنځ د سولې درېیم پړاو مذاکرات تېره (شنبه) ترسره شي خو د دویم پړوا په مذاکراتو کې د ځینو ستونزو له امله دغه خبرې د لنډ مهال لپاره ځنډیدلې دي.
په داسې حال کې، چې له امریکا سره لاهم دغه ګوند د تور لیست او ځینو نورو مسایلو پر سر کوم تفاهم ته نه دی رسیدلی،  د حزب اسلامي پلاوی وايي، په بین الافغاني خبرو کې له پرمختګ سره سره، بهرنیان لاهم د سولې په اړه روښانه دریځ نه لري.
ویل کیږي د حزب اسلامي یو شرط دادی، چې د کابل شاوخوا دوو ولایتونو چې غالبا لوګر او میدان وردګ به پکې شامل وي، چارواکي ددوی په خوښه وټاکل شي، خو ددغه ګوند استازی وايي، پر داسې مواردو بحث نه دی شوی.
د حزب اسلامي د مشر حکمتیار په اړه داهم ویل کیږي، چې که له دولت سره یوځای کیږي، په لوګر ولایت کې به ځای پرځای کیږي.
د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې درېیم پړاو مذاکرات داسې مهال ځنډیږي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې له څلور اړخیزو ناستو وروسته دغه بهیر دریدلی دی.    
سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdchwknzw23niqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته