کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې تر ۱۰۰۰ جريبه زياته ځمکه باندې باغونه جوړ شوي

ازادی , 23 حمل 1395 ساعت 13:32

د پکتيا د کرنې او اوبو لګولو ريس ذبيح الله حسن زي نن ازادي راډیو ته وویل چې له باغدارانو سره به تر ثمر پورې د باغونو په پالنه او روزنه کې هم مرسته کوي.


د پکتيا د کرنې رياست چارواکي وايي چې سږکال یې د دې ولايت په لسو ولسوالیو کې تر ۱۰۰۰ جريبه زياته ځمکه باندې باغونه جوړ کړي دي.

د پکتيا د کرنې او اوبو لګولو ريس ذبيح الله حسن زي نن ازادي راډیو ته وویل چې له باغدارانو سره به تر ثمر پورې د باغونو په پالنه او روزنه کې هم مرسته کوي.

نوموړی زياتوي چې په ټولو ولسواليو کې يې خاورې ته په کتو به د میوو ېباغونه جوړ کړي.

بلخو په کونړ ولایت کې د څه باندې ۷۰۰ ښځو د اقتصادي پیاوړتیا په هدف د باغونو جوړول پیل شول.

د کونړ د کرنې او اوبو لګونې ریاست مشر عبدالغیاث نن  وویل چې په دغو باغونو کې ښځې سبزیجات کري او بیا یې خرڅوي.

ښاغلی غیاث وايي چې دغه باغونه د اووه نیم سوه میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي چې په کې یو شمېر زیاتو ښځو ته د کار زمینه برابریږي.

غیاث وايي چې د باغونو د جوړولو ترڅنک ښځو ته اصلاح شوي تخمونه او د باغ د کار کولو وسایل هم ورکول کیږي.

د کرنې او اوبو لګونې ریاست وايي، هڅه کوي چې په کونړ کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره نورې پروژې هم عملي کړي.


د مطلب کود: 124834

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124834/پکتیا-کې-تر-۱۰۰۰-جريبه-زياته-ځمکه-باندې-باغونه-جوړ-شوي

آوا
  https://www.avapress.com