کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي دي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 30 حمل 1395 ساعت 18:02

د بلخ امنیتي چارواکي وایي چې په چهاربولک ولسوالۍ کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.


د بلخ امنیتي چارواکي وایي چې په چهاربولک ولسوالۍ کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري ویلي چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې اوښتې ده.
قادري وايي په جګړه کې یوازې یو سیمه ییز پولیس ټپي شوی دی.
بلخوا د سیمې اوسیدونکو ویلي چې د دواړو لورو د جګړې له امله دوی ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.    


د مطلب کود: 125176

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125176/د-بلخ-په-چهاربولک-ولسوالۍ-کې-۱۲-طالب-وسله-وال-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com