دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 125209
لغمان کې معیاري کرکټ لوبغالي جوړیږي
لغمان کې د کرکټ معیاري لوبغالي جوړیږي چې د رغولو چارو د پیل په موخه یې د افغانستان کرکټ بورډ له یوه ودانیز شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
لغمان کې د کرکټ معیاري لوبغالي جوړیږي چې د رغولو چارو د پیل په موخه یې د افغانستان کرکټ بورډ له یوه ودانیز شرکت سره تړون لاسلیک کړ.
د کرکټ بورډ چارواکي د یاد لوبغالي جوړېدل د کرکټ ودې لپاره اغیزمن بولي او وایې چې اوس ‎مهال هېواد کې کرکټ د پرمختګ په حال کې دی.
د لغمان کرکټ لوبغالی به د یاد ولایت مرکز کې د ۳۰ جریبه ځمکې کې د افغانستان کرکټ بورډ په لګښت ورغول شي او د رغولو چارې به یې ۸میاشتې وخت ونیسي.
د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د دغه لوبغالي د تړون په موخه جوړه شوې غونډه کې وویل:" په هېواد کې د یو شمېر نورو ولایتونو سربېره دا دی اوس په لغمان کې هم د کرکټ یو معیاري لوبغالی رغول کیږي او ژر به هېواد کې د کرکټ سمبال جوړښت ولرو ."
د دغه لوبغالي د رغنیزو چارو مسوول شرکت رئیس، محمد شفیق وویل:"موږ به له کرکټ سره د خپلې مینې له مخې د لغمان ولایت پر لوبغالي د زړه له تله کار وکړو او یو معیاري لوبغالی به د کرکټ بورډ ادارې ته وسپارو."
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي وویل چې کرکټ هېواد کې د ودې په حال کې دی. دغه وده به د هر لوبغاړي اړتیاوې تر پوښښ لاندې راولي او موږ به ډېر ژر تر ټولو ولایتونو د پرمختیایي چارو په موخه ولاړ شو.
https://avapress.com/vdce7n8zojh8wwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته