دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 125254
د هېواد سیاستوال د سیاسي واک پر سره اختلاف کې ښکېل دي
په مزارشریف ښار کې د یو شمېر دیني عالمانو، د بلخ د ولایتي شورا د غړو، قومي مشرانو او مدني ټولنې د غړو لخوا له امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډه جوړه شوه.
د بلخ ولایت سرپرست والي عطا محمد نور د سې‎شنبې په ورځ وویل چې د ملي یووالي حکومت مشران د سیاسي واک پر سره اختلافونو کې ښکېل دي،له دې امله په هېواد کې د ناامنۍ د پراختیا لپاره زمینه برابره شوې ده.
هغه په هغې غونډه کې چې به مزارشریف کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه له خلکو څخه یې وغوښتل ترڅو د هېواد د ټيګاو لپاره خپله پرېکړه ونیسي.
په مزارشریف ښار کې د یو شمېر دیني عالمانو، د بلخ د ولایتي شورا د غړو، قومي مشرانو او مدني ټولنې د غړو لخوا له امنیتي ځواکونو د ملاتړ غونډه جوړه شوه.
د بلخ سرپرست والي په دغه غونډه کې له افغان ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کوي او وايي افغان مشران د سیاسي قدرت پر سر په اختلافاتو بوخت دي.
ښاغلي نور څرګنده کړه:"خپل سیاستوال وینو چې کله د واک پر سر هڅه کوي او ستونزې لري،کله هم قومي مسایل مطرحه کېږي،کله سمتي مسایل یادېږي چې د هغوی هېڅ یو یې د افغانستان او د افغانستان په اساسي قانون کې او د افغانستان د خلکو هیلو او غوښتنو کې ځای نه‎لري".
عطامحمدنور په دې باور دی چې طالبان په سوله باور نه‎لري او په تېرو کلونو کې د سولې بهیر ناکام و، له دې امله نوموړی په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره داسې وړاندیز کوي.
په دغې غونډه کې دیني عالمان امنیت لوي نعمت بولي او له افغان ځواکونو پر ملاتړ ټینګار کوي.
د دین عالم سید محمد حلیم په دې اړه وویل: "امنیتي ځواکونه یو بشپړ ځواک دی.په مېړانه په زړورتیا له عبادت سره زموږ له وطن څه ساتنه کوي او زموږ په هېواد کې د سولې،امنیت د نیولو لامل کېږي".
دیني عالمان ترهګري، د ملکي خلکو وژل او د سنګرونو په توګه د خلکو د کورونو کارول لویه ګناه بولي.
د بلخ مفتي رحمت الله په دې اړه زیاته کړه: "د ماشومانو،ښځو،زړو او یا د بې ګناه مسلمانانو څخه د ډال په توګه کار اخیسته د شریعت له پلوه هېڅ اجازه نه لري. ځکه چې د مسلمان وینه الله تعالی ته ډېره ارزښتناکه ده.د مسلمان وینه باید ناحقه تویه نه‎شي".
دغه دیني عالمان په دغې غونډه کې له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ یوه دیني وجیبه بولي او له ټولو خلکو غواړي چې له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.
https://avapress.com/vdcenn8zejh8wwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته