دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 125409
اوباما: له اروپايي ټولنې څخه د بريتانیا وتل به دغه هېواد له نړيوالو زیانونو سره مخ کړي
د امریکا ولسمشر بارک اوباما بریتانیا ته د خپل سفر په ترڅ کې زیاته کړې، له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتل به د دې هېواد او امریکا سوداګریزې اړیکې زیانمې کړي.
د امریکا ولسمشر وايي، بریتانیا په اروپايي ټولنه کې په پاتې کېدو سره نوره هم پیاوړې کيږي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما بریتانیا ته د خپل سفر په ترڅ کې زیاته کړې، له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتل به د دې هېواد او امریکا سوداګریزې اړیکې زیانمې کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې په اروپايي ټولنه کې د بریتانیا غړیتوب د واشنګټن او لندن تر منځ ځانګړې اړیکې ساتلې دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما بریتانیا د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد وګړو ته خبرداری ورکړ، که له اروپايي ټولنه د بریتانیا د وتلو له پاره رایه ورکړي نو له امریکا سره به د دغه هېواد سوداګريزي اړیکې خرابي شي.
بارک اوباما وویل، په اروپايي ټولنه کې د بریتانیا پاتې کېدل دغه هېواد پیاوړی کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې په په نړۍ کې د بریتانیا اوسنۍ نفوذ په اروپايي ټولنه کې د دغه هېواد د غړیتوب له امله دی.
د امریکا ولسمشر د بریتانیا له لومړي وزیر ډېوېډ کامرون سره یوې خبري ناستې ته وویل، په اروپايي ټولنه کې د بریتانیا غړیتوب د واشنګټن او لندن تر منځ ځانګړي اړېکې پیاوړې کړې.
د بریتانیا وګړي به په راتلونکې جون میاشت کې په اروپايي ټولنه کې د دغه هېواد د غړیتوب په اړه په عامه ټول پوښتنه کې رایه ورکړي.
اوس مهال په بریتانیا کې ځیني په دې باور دي، چې په اروپايي ټولنه کې د بریتانیا پاتې کېدل د دې هېواد د ملي ځواک د کم رنګه کېدو لامل کیږي خو لومړی وزیر ډېوېډ کامرون او د کارګر ګوند مشر جرمي کوربین بیا په اروپايي ټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو غوښتونکي دي. 
https://avapress.com/vdcgzn9qyak9xt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته