کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا جنرال دوستم ته ویزه نه ده ورکړې

s , 7 ثور 1395 ساعت 15:52

امریکا د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال جنرال دوستم ته ویزه نه ده ورکړې.


امریکا د ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال جنرال دوستم ته ویزه نه ده ورکړې.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان او امریکايي چارواکو له قوله ویلي دوستم غوښتل چې امریکا ته سفر وکړي؛ خو د دغه هېواد چارواکو افغان حکومت ته ویلي چې امریکا ته د دوستم پر سفر بندیز دی.

سرچینو ویلي چې افغان حکومت هم د دې لپاره چې هغه ته سپکاوی نه وي شوی، د نوموړي سفر ژر او په پټه لغوه کړی دی.

امریکا دغه ګام له دې کبله پورته کړی چې وايي جنرال دوستم له بشري حقونو سرغړونې کړې او جنګسالار دی.
افغان حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

جنرال دوستم تر دې وړاندې له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي وو چې امریکا ته سفر یې په هېواد کې د وضعیت د خرابوالي له کبله ځنډولی دی.



د مطلب کود: 125552

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125552/امریکا-جنرال-دوستم-ته-ویزه-نه-ده-ورکړې

آوا
  https://www.avapress.com