کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مسکو کې د نړیوال امنیت پینځم کنفرانس د افغانستان ددفاع د چارو وزیر او حامد کرزي په ګډون پیل شو

8 ثور 1395 ساعت 16:30

د نړیوال امنیت د پینځم کنفرانس د ګډونوالو په جمله کې د افغانستان ددفاع د چارو وزیر او حامد کرزی هم شامل دی. په کنفرانس کې چې د اپریل د میاشتي په ۲۷- ۲۸ مه نیټه د روسیې په پلازمینه کې جوړ شوی، د بحث اصل مساله د تروریزم پر ضد مبارزه ده.


د نړیوال امنیت د پینځم کنفرانس د ګډونوالو په جمله کې د افغانستان ددفاع د چارو وزیر او حامد کرزی هم شامل دی. په کنفرانس کې چې د اپریل د میاشتي په ۲۷- ۲۸ مه نیټه د روسیې په پلازمینه کې جوړ شوی، د بحث اصل مساله د تروریزم پر ضد مبارزه ده.

سږ کال هم ددغه کنفرانس د ګډونوالو ډیره پاملرنه په پراخه کچه پوځي همکاریو ته، په اروپا، منځني ختیځ، د آرام سمندر او د مرکزي آسیا په هیوادونو کې امنیتي ستونزو ته اړول شوې ده.

د کنفرانس په کار کې د ۸۰ هیوادونو څخه تر۵۰۰ تنو ډیر میلمانه چې د دفاع د چارو وزیران په کې شامل دي او د ملګرو ملتونو د نړیوالو سازمانونو OSCE، CIS، CSTO ریسان، د خپلواکه هیوادونو د ټولنې استازي د افغانستان د دفاع د چارو وزیر او د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم برخه لري.

په کنفرانس کې د روسیې د امنیتي شورا مشر نیګولای پاتریشوف، د روسیې ددفاع د چارو وزیر سرګي شایګو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف او د روسیې د امنیت د فدرالې چارو د ادارې مشر الکساندر براتنیکوف چې د روسیې لید لوری وړاندی کوی، ګډون لري.

په کنفرانس کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي په استازیتوب د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیال جیفري فلتمان خپله وینا واوروي.


د مطلب کود: 125601

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125601/په-مسکو-کې-د-نړیوال-امنیت-پینځم-کنفرانس-افغانستان-ددفاع-چارو-وزیر-او-حامد-کرزي-ګډون-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com