په زابل ولايت کي د مجاهدينو د بريا ۲۴مه کليزه د يو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال ولمانځل سوه.
د زابل اوسېدونکو د ثور اتمه د هېواد يوه وياړمنه ورځ ياده کړه
کندهار ملی تلویزیون , 9 ثور 1395 ساعت 9:05
په زابل ولايت کي د مجاهدينو د بريا ۲۴مه کليزه د يو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال ولمانځل سوه.
په زابل ولايت کي د مجاهدينو د بريا ۲۴مه کليزه د يو لړ ځانګړو مراسمو پرمهال ولمانځل سوه.
د زابل اوسېدونکو دغه ورځ د هېواد وياړمنه ورځ ياده کړه.
په هغه غونډه کي، چي دچهارشنبې په ورځ د مجاهدينو د بريا د ۲۴مې کليزي په وياړ د زابل ولايت مقام د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، پکښي ددې ولايت والي بسم الله افغانمل او د ګڼو دولتي چارواکو ترڅنګ، د ولايتي شورا غړو، يو شمېر جهادي قوماندانانو او په لسګونه عامو وګړو برخه لرله.
د زابل والي ښاغلي بسم الله افغانمل د خپلو خبرو پرمهال د مجاهدينو د سرښندنو او قربانيو يادونه وکړه او دا ورځ يې د هيواد يوه تاريخي ورځ ياده کړه.
والي د هيواد د خپلواکۍ ساتنه يوه فريضه ياده کړه او ددې وجيبې په ادا کولو کي يې د مجاهدينو د هڅو او قربانيو ستاينه وکړه.
ښاغلي افغانمل له مجاهدينو وغوښتل، چي د هيواد په بيارغونه او د سولي په تامين کي ونډه واخلي او د ښې حکومتولۍ، عدل د تامين او قانون په تطبيق کولو کي مرستندويه و اوسي.
د زابل يو شمېر جهادي قوماندانانو له دې ورځي څخه يادونه وکړه او ويې ويل، چي د هيواد نننۍ خپلواکي د مجاهدينو د مقاومت او قربانيو پايله ده.
دوی هم دا ورځ د هيواد په تاريخ کي له وياړونو ډکه ورځ وبلله او له خلکو يې وغوښتل، ترڅو سره يو سي او رواني جګړې ته نور د پای ټکی کښېږدي.
د ثور يا غويي اتمه د هيواد په تاريخ کي يو له تاريخي ورځو څخه ګڼل کېږي، چي هر کال ورڅخه د هېواد په ګوټ ګوټ کي د ځانګړو مراسمو پرمهال لمانځنه کېږي.
د مطلب کود: 125612