دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 125614
د طالبانو پلاوی د سولي د خبرو لپاره پاکستان ته تللی
د طالبانو د سیاسي دفتر مرکچي پلاوی د سولې خبرو لپاره پاکستان ته سفر کړی.

د طالبانو د سیاسي دفتر مرکچي پلاوی د سولې خبرو لپاره پاکستان ته سفر کړی.

ویل کېږي چې ددغه پلاوي په جوړښت کې مولوي شهاب الدین او ملا جان محمد مدني شامل دي.

د سولې عالي شوار وايي له دغې موضوع نه دي خبر ، خو کېدی شي د اسلام آباد له خوا نړیوالو ته د دوکې وروکولو کومه لوبه وي.

ولسمشر غني پرون خبرداری ورکړ، چې د جګړو په ډګرونو کې مات شوي طالبان به په عاجزۍ سره سوله وکړي.

یو ورځ وروسته د ملي یوالي حکومت؛ د افغانستان دوست او دښمن په څرګند ډول تعریف کړل، نو سه شنبې په ورځ دطالبانو پلاوی کراچۍ ته رسيدلى دي.

رپوټونه وايي چې د طالبانو دقطر دفتر څخه دوه پلاوي ملا جان محمد مدني او مولوي شهاب الدین دلاورکراچۍ ته تللي دي.

ویل کیږي چې د دغه سفر موخه له افغان حکومت سره د سولې خبرې یادې شوي دي.

خو د هیواد سولې عالي شورا د دغو پلاوو له تګ څخه خبر نه دي.

ځينتې سرچینې پاکستان ته دطالبانو تګ تاییدوي، خو وايي چې د افغانستان د سولې لپاره نه بلکې د طالبانو له مشرانو سره د خبرو لپاره پاکستان ته تللي دي.

تر اوسه ولسمشرۍ ماڼۍ دغه سفر په اړه څه نه دي ويلي.

تیره ورځ ولسمشر غني د ملي شورا فوق العاده غونډې ته په ویناکې وویل، موږ له پاکستان څخه دا تمه نه لرو چې طالبان دې خبرو ته راولي.

نوموړي زیاته کړه چې اسلام اباد دې پر خپلې هغې ژمنې عمل وکړي، چې ویلي وو، که کومه ډله د افغان سولې پروسه کې ګډون ونه کړي پر وړاندې به یې عملیات کوي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې هغه طالبان چې د سولې له پروسې سره یو ځای نه شي نو سخت به وځپل شي.

اوس خو داسې ښکاري چې د ملي یوالي حکومت له طالبانو سره جګړه ده نه سوله.

نو ښکاره به شي چې ملي یوالي حکومت په پر خپلو ژمنو عمل وکړي،وبه کړای شي دهغو حرکتونو مخنیوی وکړي چې د سولې په بهانه ترسره کیږي؟


سرچينه : تاتوبی
https://avapress.com/vdcezn8zejh8wpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته