دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 125617
په بلغاریا کی د افغانان نیول
د بلغاریا هیواد امنیتي چارواکو ویلي چې د دغه هیواد او یونان پولې ترمنځ ۲۲ افغان کډوال نیول شوي دي.

د بلغاریا هیواد امنیتي چارواکو ویلي چې د دغه هیواد او یونان پولې ترمنځ ۲۲ افغان کډوال نیول شوي دي.

په دغه نیول شویو کسانو کې پنځه نارینه، پنځه ښځې او ۱۲ ماشومان شامل دي.

د بلغاریا د سرحدي پولیسو په وینا، دغه افغان کډول هغه مهال نیول شوي چې په یو بار وړونکي موټر کې په ناقانونه توګه د دغه هیواد له سرحد څخه تیریدل.

له دې وړاندې اروپایي هیوادونه اعلام کړی وو چې له دې وروسته ناقونونه کډوالو ته په هیڅ ډول اجازه نه ورکول کیږي څو دغو هیوادونو ته سفر وکړي.

څه موده مخکې هم د دغه هیواد له مرکز سوفیا څخه ۳۹ افغان کډوال د قانوني سند د نه لرلو له امله نیول شوي وو.

چې په دې کې ۱۱ نارینه او ۱۵ ښځې په ګډون ۱۳ ماشومان هم شامل وو.

په افغانستان کې د امنیتي او اقتصادي وضیعیت د خرابیدو او همدارنګه د بېکاري او بې وزلۍ کچې د زیاتوالي له امله ډیری افغانان په ځانګړې توګه لوستي او نالوستي ځوانان هیواد پریښودو ته اړشوي او اروپايي هیوادونو ته مخه کړې.

په دې وروستیو کې نه یواځې د بلغاریا بلکه د ګاونډي هیواد ایران، ترکیې، یونان او ځینې نورو هیوادونو څخه سلګونه افغانان نیول شوي او بیرته خپل هیواد ته استانه شوي.


سرچينه : تاتوبی
https://avapress.com/vdchzmnzq23ni-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته