دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۰
د مطلب کود : 125622
د داعش او طالبانو ترمنځ نښته کې ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د ننګرهار ولایت د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي، د دغه ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال وايي، په دغه نښته کې ۳۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. مشرقیوال زیاتوي، چې دغه ډلې د هسکې مېنې ولسوالۍ په نرۍ اوبو سیمه کې سره نښتې دي.
نوموړي وايي په نښته کې د يو سرګروپ په ګډون د داعش ١٠ وسله وال وژل شوي او ١٥ نور ټپیان دي.
مشرقیوال زیاتوي، چې په نښته کې د طالبانو څلور وسله وال هم وژل شوي او ٦ نور ټپیان شوي دي.
پخپله طالبانو او داعش تر اوسه ددغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې هم د ننګرهار له بېلابېلو ولسواليو څخه د داعش او طالبانو ترمنځ د نښتو خبرونه ورکړ شوي دي.  
https://avapress.com/vdcdxk0fxyt0x96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته