کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د پکتیکا ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 9 ثور 1395 ساعت 16:16

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د پکتیکا ولایت له یو شمېر مشرانو، دیني، علماو او ځوانانو سره په ارګ کې وکتل.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د پکتیکا ولایت له یو شمېر مشرانو، دیني، علماو او ځوانانو سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ډاکټر محمد اکرم خپلواک او په ولسي جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازو هم حضور درلود،  لومړی سناتور محمد حسن، ملک اصغر او قاضي محمد سعید د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.

هغوی جمهور رئیس ته وړاندیز وکړ، چې د ائتلافي ځواکونو د هغه هوایي برید د څېړنې په موخه ، چې د روان کال د وري په ۱۸ د پکتیکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د دوی په وینا ۱۷ تنه ملکي وګړي په کې شهیدان شول، یو باصلاحیته پلاوی واستوي.  

جمهور رئیس غني د هغوی د څرګندونو له اورېدلو وروسته د پکتیکا مشرانو ته د یادې پېښې تسلیت ووایه او زیاته یې کړه ستاسو غم زما غم دی او د قربانیانو کورنیو ته یې خپل د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل.

د هېواد جمهور رئیس وویل، د یادې پېښې د څېړنې په موخه به ژر تر ژره یو پلاوی سیمې ته لاړ شي. د پایلو په رڼا کې به د قربانیانو د کورنیو پالنه وکړي او ستاسو د مشورو په اساس به د هغوی په ټپونو پټۍ کېږدي.

جمهور رئیس د افغانستان د دفاع په ځانګړي ډول د سرحدي سیمو د ساتنې په برخه کې د پکتیکا د خلکو او ولسونو مبارزې او سرښندنې یادې کړې او زیاته یې کړه، تاسو تل په مېړانه او عزت د سرحدي سیمو دفاع او ساتنه کړې.


د مطلب کود: 125650

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125650/جمهور-رئیس-غني-د-پکتیکا-ولایت-له-یو-شمېر-مشرانو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com