کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له خیبرپښتونخوا څخه د افغان کډوالو په زوره ویستلو لړۍ پراخه شوې

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 16 ثور 1395 ساعت 16:14


د پاکستان خیبرپښتونخوا ایالت امنیتي چارواکو د دغه ایالت د قبایلو له مشرانو غوښتي چې افغان کډوال دې له خپلې سیمې څخه په زوره وباسي.

دغو چارواکو ویلي چې هغه افغان کډوال چې په دې ایالت کې میشت دي؛ ډيری یې په ترهګریزو بریدونو کې ښکیل دي او د یاد ایالت په ناامنه کولو کې لوی لاس لري.

په ورته وخت کې د سوات د سیمې امنیتي چارواکي وايي، هغه کډوال چې دې سیمه کې په ناقونونه توګه هستوګن دي له دې وروسته به په زوره باسي او هغه جنګي وسلې چې له دولت سر ثبت شوي ندي د امنیتي چارواکو له لورې به راټول شي.

پاکستاني امنیتي چارواکو زیاته کړې چې په دغو سیمو کې د ناقانونه کډوالو هستوګنه، د پاکستان خلکو لپاره لوی امنیتي ګواښ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه هیواد امنیتي چارواکو د تورخم سرحدي سیمې ته نږدې د افغان کډوالو ۲۱۸ د هستوګنې کورونه نړولي.

له دې وړاندې هم خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو ټول هټۍ او د کار او کسب مرکزونه تړلي وو.



د مطلب کود: 125925

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125925/له-خیبرپښتونخوا-څخه-د-افغان-کډوالو-په-زوره-ویستلو-لړۍ-پراخه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com