دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۳۷
د مطلب کود : 125937
نعیمي:په لغمان کې د نیشه یي توکیو کښت کم شوی

د لغمان والي عبدالجبارنعیمي وایي په دې ولایت کې د ولس او حکومت د ګډ کارپه اساس د نیشه يي توکو کښت بېساری کم شوی دی د لغمان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ټاټوبي نیوز ته په یوه استولې خبرپاڼه کې په دې اړه د والي په حواله لیکلي، چې د امنیتي،کشفي او نظامي ځواکونو لخوا یو شمیر قاچاقبران هم نیول شوي دي. سرچینې د نیول شوو قاچاقبرو او په دې تړاو د نورو لاسته راوړنو جزیات نه دي ورکړي .

څو ورځې مخکې د لغمان چارواکو د یو شمېر ځمکو د کوکنارو د فصل د اړولو خبر ورکړی و .

 

https://avapress.com/vdcc1pqsm2bqio8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته