دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 126153
ولسمشر په دوه ورځنۍ سفر، دوشنبې ته لاړ
د هیواد ولسمشریزه ماڼۍ اعلام کړی چې ولسمشر غني په دوه ورځنۍ سفر، نن( سه شنبه ) له پلازموینې کابل څخه د تاجکستان دوشنبې ښار ته لاړ.

د هیواد ولسمشریزه ماڼۍ اعلام کړی چې ولسمشر غني په دوه ورځنۍ سفر، نن( سه شنبه ) له پلازموینې کابل څخه د تاجکستان دوشنبې ښار ته لاړ.

هغه د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په رسمي بلنه، نن سهار د دولتي چارواکو څخه جوړ شوی پلاوي سره یو ځای تاجکستان ته لاړ.

ښاغلي غني په دغه سفر کې، د نوموړي هیواد لوړپوړي چاروکو سره د دواړو هیوادونو د اړیکو د پراخوالي او یو بل سره د همکاري په موخه خبراترې وکړي.

د دواړو هیوادونو ولسمشران به ددغه سفر په اوږدو کې یو بل سره د همکارۍ پرېکړه لیک امضا کړي او جمهور رییس غني به د تاجکستان ملي پوهنتون کې د تاجکستان محصلینو ته وینا وکړي.

په دغه سفر کې، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د اوبو او بریښنا وزیر علي احمد عثماني، لوی څارنوال فرید حمیدي او د بریښنا ملي شرکت رییس قدرت الله دلاوري د ولسمشر ملګرتیا وکړي.


https://avapress.com/vdcdk90fsyt0xf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته