دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 126209
افغانستان به د لومړي ځل لپاره د پاکستان د کرېکټ لوبډلې کوربه وي.
د افغانستان د کرېکټ پراختیايي لوبډلې د پاکستان حبیب بانک لوبډلې ته د لوبې بلنې ورکړې.

د افغانستان د کرېکټ پراختیايي لوبډلې د پاکستان حبیب بانک لوبډلې ته د لوبې بلنې ورکړې.

افغان لوبډله به د پاکستان دغې لوبډلې سره څلور یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې وکړي.

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې زیات لوبغاړي د حبیب بانک لوبډلې غړیتوب لري.

ټاکل شوې ددې سیالیو لومړنۍ لوبه به د مې میاشتې په اوولسمه کابل کې وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزی وایي:چې ملي لوبډلې د کرکټ له لومړۍ درجې هېواد زمبابوی څخه د یو ورځنیو او شل اووریزو لړۍ ګټلې او اوس یې د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز ته هم ماتې ورکړې، نو پر دې اساس مورال یې لوړ دی.

په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په تیرو سیالیو کې ډیرې لاسته راوړنې درلودې چې دې سترو بریاوو سره افغان ولس ته خوشحالۍ په برخه کړې.

 
https://avapress.com/vdcfxvdy1w6d00a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته