دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۳۶
د مطلب کود : 126210
محمد یوسف د افغان کرېکټ ټیم روزنې ته لېوالتیا ښودلې
د پاکستان پخواني ټیسټ توپوهونکی محمد یوسف، د افغان کرېکټ ټیم روزنې( کوچنګ) ته لېوالتیا ښودلې.

د پاکستان پخواني ټیسټ توپوهونکی محمد یوسف، د افغان کرېکټ ټیم روزنې( کوچنګ) ته لېوالتیا ښودلې.

د افغانستان کرېکټ بورډ وروسته له هغې د روزونکي پلټنه پیل کړې چې تیره میاشت کې د افغان لوبډلې پخوانی روزونکی انظمام الق له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د پاکستان پخوانی توپوهونکی محمد یوسف د پاکستان اکسپرس تریبیون سره په مرکه کې ویلي، که افغانستان کرېکټ بورډ د روزونکي په توګه له ده غوښتنه وکړي نو دی ورته چمتو دی؛ خو په دې اړه د افغانستان کرېکټ بورډ څه ندي ویلي.

تمه ده چې نن( سې شنبې) د افغانستان کرېکټ بورډ له لورې د لوبډلې لپاره نوی روزونکی اعلام شي.

ویل کیږې چې د سویلي افریقا، انګلستان او هند څخه هم د روزنې دندې ته نوماندان دي.

محمد یوسف 41 کاله عمر لري، ښې لاس توپوهونکی دی او 90 ټیسټ لوبې یې کړي، د منډو اوسط یې 52 دي او 24 سلیزه یې وهلي دي.

نوموړي 288 یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي او د منډو اوسط یې 41 دی.

 
https://avapress.com/vdchz-nzv23niid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته