دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 126317
فیفا لومړۍ سرمنشۍ ښځه وټاکله
د فوټبال نړیوال فدراسیون په لومړي ځل یوه ښځه د خپلې سرمنشۍ په توګه وټاکله.

د فوټبال نړیوال فدراسیون په لومړي ځل یوه ښځه د خپلې سرمنشۍ په توګه وټاکله.

فاطمه سامبا ضیوف سامورادد جروم والکه ځایناستې شوه.

د فیفا مخکینی عمومي منشي د رشوت ورکولو په تور د ۱۲ کلونو لپاره د فوټبال څخه محروماعلان شوی.

میرمن سامورا ۴۵ کلنه په ملګرو ملتونوکې ۲۱ کاله تجربه لري، د راتلونکي میاشتې لومړی نیټې کې به په رسمي توګه خپله دنده پیل کړي.

دغه میرمن په اصل کې د سنګال اوسیدونکي ده.

د دغه فدارسیون چارواکو په وینا، میرمن سمورا د فوټبال نړیوال فدراسیون مشرتابهښه مدیریت کولی شي او وړتیا يي لري.

د فیفا شورا تیره ورځ په خپل یوه غونډه کې په رسمي توګه د هغې نوې موقف اعلام کړ.

آغلی اوس مهال لپاره په نایجیریا کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږی مسوله ده.

د فیفا اوسنی مشراینفانتینو وویل چې فاطمه له غښتلو ښځو څخه ده چې په ښه توګه خپل مدیریت به پرمخ پوځي، هغه زیاته کړه چې په ملګرو ملتونوکې په لوړو پستونوکې کار کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې سامورا په دغه برخه کې به ښه مدیریت وکړي.

https://avapress.com/vdcfyvdyew6d0ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته