کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سرحدونو او قبایلو وزارت: د هېواد پولې د ګاونديو هېوادونو له جدي ګواښونو سره مخ دي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 27 ثور 1395 ساعت 10:28

پاکستان هڅې پیل کړي چې د هندوکش غرونو ستراتیژیکې سیمې د ډیورند کرښې او تورخم پر ځاى سرحد وټاکي


د سرحدونو او قبایلو وزارت وايي، چې د هېواد پولې د ګاونديو هېوادونو له جدي ګواښونو سره مخ دي. د دې وزارت مرستیال عبدالغفور لېوال وايي، پاکستان هڅې پیل کړي، چې د هندوکش غرونو ستراتیژیکې سیمې د ډیورنډ کرښې او تورخم پر ځاى سرحد وټاکي.

نوموړي، چې د سولې عالي شورا او د سولې او جګړې انسټیټيوت ګډې خبري ناستې ته یې خبرې کولې، د سولې په راوستو کې د قومي مشرانو پر ونډې ټینګار وكړ.

هغه وايي، چې په تېرو پنځلسو کلونو کې د سولې د راوستلو په برخه کې د قومي مشرانو ونډې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او دغه لړۍ تر ډېره پر ښارونو متمرکزه ده.

د لېوال په خبره، که اټک او یا هم تورخم د پاکستان او افغانستان ترمنځ رسمي پوله ومنل شي، بیا به هم افغانستان ته سوله رانشي.

په ورته مهال د سولې عالي شورا وايي، چې د سولې پر سر به د هېڅ افغان وګړي پر برخلیک معامله ونه شي.

د دې شورا غړى محمد اسماعیل قاسمیار وايي، چې د سولې دروازه د ټولو مخالفو وسله والو ډلو پر وړاندې خلاصه ده، خو دغه بهیر به د تېرو کلونو د ټولو لاسته راوړنو په خوندي ساتلو سره پر مخ ځي.

د سولې په راوستلو کې د قومي مشرانو پر ونډې داسې مهال ټینګار کېږي، چې په تېرو کلونو ډېرى هغه قومي مشران، چې د سولې په برخه کې فعال وو، له مینځه وړل شوي دي.


د مطلب کود: 126381

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126381/د-سرحدونو-او-قبایلو-وزارت-هېواد-پولې-ګاونديو-هېوادونو-له-جدي-ګواښونو-سره-مخ-دي

آوا
  https://www.avapress.com