کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستان څخه د ناټو د ملاتړ د دوام لپاره، نوې تګلاره جوړیږي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 29 ثور 1395 ساعت 17:24

تر درې راتلونکو ورځو پورې به د ناټو بهرنیو چارو وزیران، د پرېکنده ملاتړ ماموریت او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د ناټو د ملاتړ د دوام لپاره د نوې تګلارې جوړولو په موخه په بروکسل کې یو بل سره لیدنه وکړي.


تر درې راتلونکو ورځو پورې به د ناټو بهرنیو چارو وزیران، د پرېکنده ملاتړ ماموریت او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د ناټو د ملاتړ د دوام لپاره د نوې تګلارې جوړولو په موخه په بروکسل کې یو بل سره لیدنه وکړي.

د ناټو بهرنیو چارو وزیران، د پرېکنده ملاتړ ماموریت چارواکي او د هیواد بهرنیو چارو وزیر، به د افغانستان مسایل په اړه خبرې اترې وکړي.

د دغې کتنې موخه، له 2016 کال وروسته د هیواد پوځیانو سره د ناټو د مرستو دوام لپاره د یوې نوې تګلارې جوړول دي.

د ناټو یو چارواکی وايي:" مونږ تمه لرو چې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان سره د راتلونکو مرستو په اړه نوې تګلاره جوړه کړي. دغه تګلاره باید د روزنې، مشورې ورکونې او د افغانستان د پوځیانو او بنسټونو سره د 2016 کال وروسته د مرستو په اړه دي."

دغه چارواکی ټینګار کوي چې په دغه غونډه کې په افغانستان کې د پوځیانو د مالي ملاتړ او د اوږد مهالو سیاسي همکاریو عملي کول دي.

هغه زیاتوي: "هغه څه چې طرحه کیږي د افغانستان د پوځیانو په برخه کې د 2020 میلادي کال د مرستو په ګډون، اوږد مهاله سیاسي مرستې او له افغانستان سره عملي همکاري به وي."

ټاکل شوې د دې غونډې دوه میاشتې وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د وام په اړه په بروکسل کې د وارسا غونډه ترسره شي.

هغه غونډه چې د ملی یووالي حکومت د تیر یوه کال فعالیتونو له مخې به نړیواله ټولنه د مرستو د ورکولو یا نه ورکولو په اړه پرېکړه وکړي.

 


د مطلب کود: 126496

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126496/له-افغانستان-څخه-د-ناټو-ملاتړ-دوام-لپاره-نوې-تګلاره-جوړیږي

آوا
  https://www.avapress.com