د یمن په پلازمینې صنعاء کښې د بم چاودنې لږترلږه درې تنه ووژل.
د سکائی نیوز عربی چینل د رپورټ له مخې د صنعاء پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځی کښې د یو بم د چاودنې له امله درې کسان وژل شوی او څلور زخمی شوی دی.
د دغه رپورټ له مخې دغې چاودنې د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ د پلویانو تجمع په نښه کړې ده.