دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 126766
دافغانستان دطالبانو ډلې مشر اکثره له پاکستان څخه سفرونه کول .
دافغانستان دطالبانو ډلې مشر په ځلونو دپاکستان له کراچۍ څخه هوایی ډګره دوبۍ ته سفرونه کول .
 دافغانستان دطالبانو ډلې مشر ملا اختر منصور چې ویل کیږی په بلوچستان صوبې کښې په دلبندین سیمه کښې دامریکا په هوایی حملې کښې وژل شوی دی په تیرو نهو (۹)کلونو کښې په ځلونو خارج ته دسفرونو لپاره دپاکستان له هوایی ډګره استفاده کوله .

دافغانستان دطالبانو ډلې مشر په ځلونو دپاکستان له کراچۍ څخه هوایی ډګره دوبۍ ته سفرونه کول .

امریکا وایی چې دافغانستان دطالبانو ډلې مشر ملا منصور اختر یې د پاکستان دبلوچستان صوبې په کچکی کښې په نوشکی سیمه کښې په هوایی حملې کښې وژلی دی .

ویل کیږی چې دافغانستان دطالبانو ډلې له مشر ملا اختر منصور سره دپاکستان پاسپورټ ورسره وو او دوبۍ ته به یې سفرونه کول .

هغه ته دوه (۲)ځله دپاکستان له کویټه او کراچۍ څخه دپاکستان پاسپورټ ورکړل شوی وو او په پاسپورټ کښې دملا اختر منصور نوم محمد ولی وو .

د پاکستان یوه حکومتی چارواکی وویل دافغانستان دطالبانو ډلې مشر ملااختر منصور له کراچۍ هوایی ډګر څخه اتلس(۱۸) ځله دوبۍ ته سفرونه کړی وو

 
https://avapress.com/vdcd990f9yt0x56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته