دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۳۳
د مطلب کود : 126831
ملا منصور ته د شهید لقب ورکولو په تور سړی نیول شوی

محمد حسن حقیار هغه کس چې دوه ورځې وړاندې يې د یک ټلویزیون د اماج په خپرونه کې ملا اختر محمد منصور ته شهید ویلي وو، نیول شوی دی.

د ملي امنیت سرچینه یک ټلویزیون ته ويلي چې نوموړي د تاوتریخوالي د ملاتړ او ملامنصور ته شهید لقب ورکول په تور نیول شوی دی.

حقیار هغه خپرونه کې ويلي وو:"ملامنصور د امریکایانو له خوا شهید شو، زه د پاک خدای څخه دعا کوم چې د هغه شهادت قبول شي."

ملامنصور څو ورځې وړاندې ملامنصور د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د امریکايي بې پيلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.

 
https://avapress.com/vdcgw39qqak9x74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته