طالبان د ناوې ولسوالي په مرکز کې څو کلینیکونه جوړکړي دي، چې د پکتیکا، زابل او کندهار ولایتونو د طالبانو ټپیان دلته د درمنلې له پاره راوړي او هغه ټپیان چې حالت یې نازک وي، د درملنې له پاره یې پاکستان ته لېږدوي.
امرخېل: د غزني ناوه د هېواد په ۷ سوېلي ولایتونو کې د جګړې ددوام لامل ده
خبرگزاری صدای افغان(آوا) غزنی , 10 جوزا 1395 ساعت 9:55
طالبان د ناوې ولسوالي په مرکز کې څو کلینیکونه جوړکړي دي، چې د پکتیکا، زابل او کندهار ولایتونو د طالبانو ټپیان دلته د درمنلې له پاره راوړي او هغه ټپیان چې حالت یې نازک وي، د درملنې له پاره یې پاکستان ته لېږدوي.
د غزني ولایت د امنیې قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، چې د ناوې ولسوالي د هېواد په ۷ سوېلي ولایتونو کې د جګړې د دوام لامل ده.
د غزني ولایت امنیه قوماندان وايي، ناوه د طالبانو او سیمه ییزو ترهګرو له پاره د قوماندې، جلب او جذب مرکز او د دوی نظامي تجهیزات او ټول لوژیستیکې توکي د ناوې په غرونو کې خوندي ساتل کېږي.
دی زیاتوي، چې د طالبانو له وجوده د ناوې ولسوالۍ پاکول د غزني ولایت د امنیتي ځواکونو غوښتنه ده او دغه سیمه د امنیتي ځواکونو له انده مهم ارزښت لري.
امرخېل وايي، چې د غزني ولایت امنیتي ځواکونه د ناوې ولسوالۍ د پاکولو او نیولو توان نه لري،
په خبره یې، د دې ولسوالۍ د نیولو له پاره یو لوی نظامي تشکیل ته اړتیا ده، چې افغان حکومت په اوسمهال کې د دې د امنیت د خوندیتوب توان نه لري. دغه ولسوالي له غزني ښاره ۲۰۰ کیلومتره لرې پرته ده، چې له ۸ کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده.
ناوه ولسوالي له ډیورنډ کرښې سره نږدې پرته ده او د وسله والو طالبانو د تګ را تګ او د هغوی د تجهیزولو له پاره خوندي سیمه ګرځېدلې ده.
دی وايي، چې طالبان د ناوې ولسوالي په مرکز کې څو کلینیکونه جوړکړي دي، چې د پکتیکا، زابل او کندهار ولایتونو د طالبانو ټپیان دلته د درمنلې له پاره راوړي او هغه ټپیان چې حالت یې نازک وي، د درملنې له پاره یې پاکستان ته لېږدوي.
د مطلب کود: 126949