کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ کې یو سوداګر او دوه تنه نور ملکيان وژل شوي دي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) غزنی , 10 جوزا 1395 ساعت 9:59

د بلخ د والي وياند شېرجان دراني ته وويل چې نن سهار وختي ناپېژانده وسله والو د صديق کندهاري په نوم يو سوداګر پر ډزو وژلى دى.


        د بلخ د والي وياند شېرجان دراني ته وويل چې نن سهار وختي ناپېژانده وسله والو د صديق کندهاري په نوم يو سوداګر پر ډزو وژلى دى.  
هغه وايي: ((دغه پېښه د روضې جنوب لور ته سهار وختي رامنځته شوې ده.))  
درانى وايي چې صديق کندهاري غوښتل په بلخ کې پانګونه وکړي خو خپلې موخې ته تر رسېدو وړاندې و وژل شو.
ده وويل چې د يادې پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.  
دغه راز دراني وويل چې تېره شپه د مزارشريف ښار د خالد بن وليد په ښارګوټي کې د خپلمنځي جګړې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.  
هغه وويل چې د جګړې لامل تر اوسه روښانه نه دى خو د دې پېښې په تور يو تن نيول شوى دى.     
   


د مطلب کود: 126951

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126951/په-بلخ-کې-یو-سوداګر-او-دوه-تنه-نور-ملکيان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com