د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د غبرګولي په ٩مه وويل چې څلور ورځې وړاندې انسان تښتوونکو د غزني ښار له مربوطاتو څخه دوه سوداګر تښتولي وو.
په غزني کې دوه سوداګر د تښتوونکو له منګولو وژغورل شول
خبرگزاری صدای افغان(آوا) غزنی , 10 جوزا 1395 ساعت 10:15
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د غبرګولي په ٩مه وويل چې څلور ورځې وړاندې انسان تښتوونکو د غزني ښار له مربوطاتو څخه دوه سوداګر تښتولي وو.
د غزني ولایت چارواکي وايي، دوه سوداګر د تښتوونکو له بنده ژغورلي دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د غبرګولي په ٩مه وويل چې څلور ورځې وړاندې انسان تښتوونکو د غزني ښار له مربوطاتو څخه دوه سوداګر تښتولي وو.
هغه وايي چې پوليسو تېره شپه د يو لړ عملياتو په ترڅ کې دغه دوه سوداګر د تښتوونکو له منګلو وژغورل.
هغه د نور جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په دې تړاو څو تښتوونکي هم نيول شوي دي.
امرخېل وايي: ((دغه دوه سوداګر مونږ وژغورل خو ډېر زيات وهل شوي او اوس مو د درملنې لپاره روغتون ته بيولي دي.))
د مطلب کود: 126953